حديث للعالم
فقه او اصول یې

د عبادتونو فقه

231 حديث

231 حديث

له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.مسلم روايت کړی دی
له جبیر بن مطعم (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ فرمایي: "هیڅوک مه منع کوئ چې له بیت الله (کعبې) څخه طواف یا په کې لمونځ وکړي؛ د شپې او ورځې په هر ساعت کې چې غواړي". رواه أبو داود، أحمد، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، او دارمي
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».بخاري روايت کړی دی
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".مسلم روايت کړی دی
مطرف له خپل پلار رضي الله عنه څخه روايت کوي وايي: ما رسول اللہ ﷺ په لمانځه کې وليد چې د ژړا له وجې يې په سينه کې د اوړو د مېچن په څېر غرار و». ابو داود روایت کړی دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إذا قُدِّمَ العَشَاءُ ، فابدءوا به قبل أن تُصَلُّوا صلاة المغرب، ولا تَعْجَلوا عن عَشَائِكم».متفق عليه
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبي کریم ﷺ وفرمایل: "کله چې مؤمن په لمانځه کې وي، نو په حقیقت کې دی له خپل رب تعالی سره راز و نیاز کوي". رواه البخاري ومسلم
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».بخاري روايت کړی دی
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».متفق علیه دی
له ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "خبر شئ! زه له دې منع شوی یم چې په رکوع یا سجده کې قرآن ولولم. نو په رکوع کې د خپل رب تعالی تعظیم کوئ، او په سجده کې ډېرې دعاګانې کوئ، ځکه ډېره لایقه ده چې (په سجده کې) ستاسې دعاء قبوله شي". رواه مسلم
له ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله له رکوع څخه سر پورته کړ، داسې به یې ویل: "اې زموږ ربه! ټول حمدونه ستا دي، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او له دغې وروسته د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ستا خوښه وي. ته د ستاینې او لویوالي وړ يې. دغه حقه ثنا ده چې یوه بنده ویلې ده، او موږ ټول ستا بندګان یو. اې الله! څه چې ته ورکړې، څوک یې منع کولی نشي، او څه چې ته منع کړې، څوک یې ورکولی نشي، او هېڅ شتمني یا ځواک ستا په وړاندې هېچا ته ګټه نه رسوي". رواه مسلم
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».متفق علیه دی
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ به یوازې هغه مهال قنوت (نازله) کول چې یا به یې د کوم قوم لپاره دعا غوښته او یا به یې کوم قوم ته ښېرا کوله". رواه ابن خزیمة
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.مسلم روايت کړی دی
ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.مسلم روايت کړی دی
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".النسائي په الکبری کې روایت کړی
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".بخاري روايت کړی دی
عائشه (رضي الله عنها) وایي: "نبيﷺ یوه شپه د قرآن کریم په یوه آیت باندې تهجد کړل" رواه الترمذي.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.مسلم روايت کړی دی
له ابو رافع څخه روایت دی، چې ابو هريره رضي الله عنه دوی ته د "إذا السماء انشقت" سورت تلاوت کړ او سجده یې په کې وکړه. کله چې راستون شو، ویې ویل چې رسول الله ﷺ هم په دې سورې کې سجده کړې وه. — رواه البخاري ومسلم.
له ابو بکره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: کله چې به نبي ﷺ ته د خوشحالۍ کوم کار راغی یا به ورته د خوښۍ زیری وشو نو د الله تعالی د شکر په خاطر به په سجده پریوت— رواه ابو داود، ابن ماجه، ترمذي او احمد.
عن حفصة رضي الله عنها «أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يُصلي ركعتين خَفيفتين بعد ما يَطلع الفجر»، وفي رواية: قبل أن تُقام الصلاة.رواه البخاري
له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.بخاري روايت کړی دی