PS
الموضوع
فضایل او آداب
288 حديث
فضیلتونه
64
د أخلاقو فقه
56
شرعي آداب
67
د دعاګانو او اذکارو فقه
62
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه
63
288 حديث
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي او ځانته یې نه پرېږدي او نه یې سپکوي، تقوا دلته ده،"هغه درې ځلې خپلې سینې ته اشاره وکړه" د یو سړي لپاره دومره شر بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري، هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی، وینه یې، مال یې، او عزت یې.
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".
بخاري روايت کړی دی
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولېږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هېڅکله به یې نسب تېز نه کړي».
مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «وَاللهِ إني لأَسْتَغْفِرُ اللهَ وأَتُوبُ إليهِ في اليومِ أَكْثَرَ من سَبْعِينَ مَرَّةً».
رواه البخاري
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی (هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې یو رب یې شته چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، ویې ویل: اې ربه! ماته زما ګناه وبخښه، رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي، او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځېده ګناه یې وکړه او ویې وییل: اې ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: زما بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، څه دې چې خوښه وي هغه وکړه، ځکه چې ما تاته بخښنه کړې ده».
متفق علیه دی
عن أبي أمامة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم كَانَ إذا رَفَعَ مَائِدَتَهُ، قال: «الحَمْدُ للهِ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ، غَيْرَ مَكْفِيٍّ، وَلَا مُوَدَّعٍ، وَلَا مُسْتَغْنًى عَنْهُ رَبَّنَا».
رواه البخاري
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «لا يُلْدَغُ المؤمنُ من جُحْرٍ واحد مرتين».
متفق عليه
جریر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو".
مسلم روايت کړی دی
عن أنس رضي الله عنه قَالَ: كُنْتُ أمشي مَعَ رسول الله صلى الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ بُرْد نَجْرَانيٌّ غَلِيظُ الحَاشِيَةِ، فأدْرَكَهُ أعْرَابِي فَجَبذَهُ بِرِدَائِهِ جَبْذَة شَديدة، فَنَظَرْتُ إِلَى صَفْحَةِ عَاتِقِ النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم وَقَدْ أثَّرَتْ بِهَا حَاشِيَة الرِّدَاءِ مِنْ شِدَّةِ جَبْذَتِه، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ، مُر لِي مِنْ مَالِ اللهِ الَّذِي عِنْدَكَ. فَالتَفَتَ إِلَيْهِ، فَضَحِكَ ثُمَّ أَمَرَ لَهُ بِعَطَاءٍ.
متفق عليه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
متفق علیه دی
له أبو هريره څخه روايت دى وايي: نبي ﷺ هېڅکله په کوم خوراک نیوکه نه ده کړې، که به یې زړه و، وبه يې خوړ او که نه نو پرې به یې ښود. رواه البخاري ومسلم
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».
متفق علیه دی
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي».
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي." وویل شو: پدې اړه خبر راکړه چې: که چېرته زما په ( مسلمان ) ورور کې هغه څه وي چې زه وایم؟ ویې فرمایل: "که چېرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې وکړ او که چېرته پکې نه وي نو تور ( تهمت ) دې پرې پورې کړ».
مسلم روايت کړی دی
عن ابن عمر رضي الله عنهما مرفوعا: «الظلم ظلمات يوم القيامة». عن جابر رضي الله عنهما مرفوعا: «اتقوا الظلم، فإن الظلم ظلمات يوم القيامة، واتقوا الشُّحَ؛ فإنه أَهْلَكَ من كان قبلكم».
حديث ابن عمر -رضي الله عنهما-: متفق عليه. حديث جابر -رضي الله عنه-: رواه مسلم
له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»
بخاري روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پسې مه ګرځئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه اړوئ، او یو پر بل مه غصه کیږئ، او ټول د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه».
متفق علیه دی
له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی".
متفق علیه دی
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "إذا كنتم ثلاثة فلا يتناجى اثنان دون الآخَر، حتى تختلطوا بالناس؛ من أجل أن ذلك يحُزنه".
متفق عليه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».
متفق علیه دی
له انس بن مالک - رضي الله عنه څخه - روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د آدم ټول اولادونه خطا (ګناه) کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي (ګناهګاران) توبه کوونکي دي ».
ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی - دارمي روايت کړی دی
له أبو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ماته رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې».
مسلم روايت کړی دی
الصفحة السابقة
صفحة 5 من 12
الصفحة التالية