حديث للعالم
پاکوالی (پاکوالی)

پر دواړو موزو اوداسې نورو مسح کول

2 حديث

2 حديث

له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.متفق علیه دی
10406- عن شریح بن هانئ، قال: أتيتُ عائشة رضي الله عنها, أسألها عن المسيح على الخُفِّين، فقالت: عَلَيك بِعلي بن أبي طالب فَسَلْهُ, فإنّه كان يُسافِر مع رسول الله ﷺ فسألناه, فقال: «جَعَل رسولُ الله ﷺ ثَلَاثَةَ أيَّامٍ وَلَيالِهنَّ لِلمُسافِر، ويوماً وليلة للمُقِيم». صحیح مسلم له شُریح بن هانئ څخه روایت دی، وايي: زه عائشې رضي الله عنها ته ورغلم، له هغې مې پر موزو باندې د مسحې پوښتنه کوله، هغې وویل: علي ابن ابي طالب رضي الله عنه ته ورشه، له هغه پوښتنه وکړه، ځکه هغه به له رسول الله ﷺ سره سفر کاوه. نو موږ له هغه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «رسول الله ﷺ د مسافر لپاره درې ورځې او شپې مقررې کړې دي او د مقیم لپاره یې یوه شپه او ورځ مقرره کړې ده».