PS
الموضوع
فضایل او آداب
288 حديث
فضیلتونه
64
د أخلاقو فقه
56
شرعي آداب
67
د دعاګانو او اذکارو فقه
62
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه
63
288 حديث
عن أنسٍ رضي الله عنه : أنّهُ مَرَّ على صِبْيَانِ، فَسَلَّمَ عليهم، وقالَ: كانَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم يَفعلُهُ.
متفق عليه
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «من عُرِضَ عليه رَيْحَانٌ فلا يرده، فإنه خفيف الْمَحْمِلِ، طيب الريح».
رواه مسلم
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: "له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".
مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».
مسلم روايت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».
مسلم روايت کړی دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".
ابو داود او احمد روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».
متفق علیه دی
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
متفق علیه دی
له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
متفق علیه دی
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي).
مسلم روايت کړی دی
له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
متفق علیه دی
له عبیدالله بن محصن الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي».
الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".
متفق علیه دی
له زید بن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه تاسو ته نه وایم مګر هماغه څه چې رسول الله ﷺ به فرمایل، هغه به فرمایل: «ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي».
مسلم روايت کړی دی
عن أنس رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذا أوى إلى فراشه، قال: «الحمد لله الذي أطعمنا وسقانا، وكفانا وآوانَا، فَكَمْ مِمَّنْ لا كَافِيَ له وَلاَ مُؤْوِيَ».
رواه مسلم
عن أبي هريرة-رضي الله عنه مرفوعاً: «اللهم إني أعوذ بك من الجوع، فإنه بِئْسَ الضَّجِيعُ،وأعوذُ بِكَ منَ الخِيَانَةِ، فَإنَّهَا بِئْسَتِ البِطَانَةُ».
رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «بينما رجل يمشي في حُلَّةٍ تُعْجِبُهُ نَفْسُهُ، مُرَجِّلٌ رأسه، يَخْتَالُ في مَشْيَتهِ، إذ خَسَفَ اللهُ به، فهو يَتَجَلْجَلُ في الأرض إلى يوم القيامة".
متفق عليه
عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «اللهم إني أعوذ بك من العَجْزِ، والكَسَلِ، وَالجُبْنِ، والهَرَمِ، والبخل، وأعوذ بك من عذاب القبر، وأعوذ بك من فتنة المحيا والممات». وفي رواية: «وَضَلَعِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ».
متفق عليه. والرواية الثانية رواها البخاري دون مسلم
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
مسلم روايت کړی دی
له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي".
مسلم روايت کړی دی
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «إذا أوى أحدكم إلى فراشه فَليَنْفُضْ فِرَاشَهُ بِدَاخِلَةِ إزَارِهِ فإنَّهُ لا يدري ما خلفه عليه، ثم يقول: باسمك ربي وضعت جنبي، وبك أرفعه، إن أمسكت نفسي فارحمها، وإن أرسلتها، فاحفظها بما تحفظ به عبادك الصالحين».
متفق عليه
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «تعوذوا بالله من جَهْدِ البلاء، وَدَرَكِ الشقاء، وسوء القضاء، وشماتة الأعداء». وفي رواية قال سفيان: أشك أني زدت واحدة منها.
متفق عليه
الصفحة السابقة
صفحة 8 من 12
الصفحة التالية