PS
كل الأحاديث
مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب
قرآن کریم او علوم یې
26
حدیث او علوم یې
3
عقیده
135
فقه او اصول یې
288
فضایل او آداب
288
دعوت او احتساب
15
سیرت او تاریخ
38
655 حديث
عن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جده قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «يَدُ المسلمين على مَن سِواهم، تَتَكافَأُ دِماؤهم وأموالُهم، ويُجِيرُ على المسلمين أدْناهم، ويَرُدُّ على المسلمين أَقْصَاهم».
رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد
عن عائشة رضي الله عنها : أنّ قومًا قالوا: يا رسول الله إنّ قومًا يأتوننا باللحم لا نَدري أَذَكروا اسمَ الله عليه أم لا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «سَمُّوا الله عليه وكُلُوه».
رواه البخاري
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إن لله تِسْعَةً، وتِسْعِينَ، اسْمًا، مِائَةً إلا واحدا مَنْ أَحْصَاهَا دخل الجنة».
متفق عليه
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
متفق علیه دی
له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
مسلم روايت کړی دی
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».
مسلم روايت کړی دی
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
متفق علیه دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
مسلم روايت کړی دی
له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې: «ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».
مسلم روايت کړی دی
له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
مسلم او أحمد روایت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».
متفق علیه دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».
متفق علیه دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".
متفق علیه دی
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې».
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».
مسلم روايت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».
متفق علیه دی
له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».
متفق علیه دی
له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
مسلم روايت کړی دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې: «إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده».
ابن حبان روايت کړی دی
له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».
مسلم روايت کړی دی
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
مسلم روايت کړی دی
الصفحة السابقة
صفحة 24 من 28
الصفحة التالية