PS
فضایل او آداب
فضیلتونه
64 حديث
د علم فضیلت
8
د توحید فضیلت
4
د قرآن کریم فضیلت
5
د مور او پلار سره د نیکۍ کولو فضیلتونه
3
د صله رحمۍ فضیلت
1
فضائل آل البيت رضي الله عنهم
4
د نیکو عملونو فضیلونه
16
د ذکر فضیلت
10
د دعا فضیلت
5
د زړونو د أعمالو فضیلت
4
په اندامونو د عملونو فضیلت
6
64 حديث
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.
متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".
متفق علیه دی
له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».
مسلم روايت کړی دی
له ابوهريره رضيَ اللَّهُ عَنْهُ څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادونو سردار یم، زه به لومړی هغه یم چې قبر ترې څيرې کېږي، زه لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه یم چې شفاعت به يې قبول شي». مسلم روایت کړی دی.
له مسور بن مخرمه رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «فاطمه زما یوه ټوټه ده، څوک چې هغه غوسه کړي، زه یې غوسه کړم». — رواه البخاري ومسلم.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: "جبریل علیه السلام نبيﷺ ته د هغې (عائشې) انځور راووړ، چې په شنه وریښمینه ټوټه کې نغښتی و، او ویې ویل: دا ستا مېرمن ده، هم په دنیا کې او هم په آخرت کې" — رواه الترمذي.
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
متفق علیه دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې».
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».
مسلم روايت کړی دی
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".
مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم ذكر يوم الجمعة، فقال: «فيه ساعة، لا يوافقها عبدٌ مسلمٌ، وهو قائم يصلي، يسأل الله تعالى شيئًا، إلا أعطاه إياه» وأشار بيده يقللها.
متفق عليه
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «مَن أصبح منكم اليوم صائمًا؟» قال أبو بكر رضي الله عنه: أنا، قال: «فمن تَبِعَ منكم اليوم جنازةً؟» قال أبو بكر رضي الله عنه: أنا، قال: «فمن أطعم منكم اليوم مسكينًا؟» قال أبو بكر رضي الله عنه: أنا، قال: «فمن عاد منكم اليوم مريضًا؟» قال أبو بكر رضي الله عنه: أنا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «ما اجتمعن في امرئٍ إلا دخل الجنة».
رواه مسلم
عَنْ أَبِي ذَرٍّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَأَزِيدُ، وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَجَزَاؤُهُ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا أَوْ أَغْفِرُ، وَمَنْ تَقَرَّبَ مِنِّي شِبْرًا تَقَرَّبْتُ مِنْهُ ذِرَاعًا، وَمَنْ تَقَرَّبَ مِنِّي ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ مِنْهُ بَاعًا، وَمَنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً، وَمَنْ لَقِيَنِي بِقُرَابِ الْأَرْضِ خَطِيئَةً لَا يُشْرِكُ بِي شَيْئًا لَقِيتُهُ بِمِثْلِهَا مَغْفِرَةً».
رواه مسلم
الصفحة السابقة
صفحة 3 من 3